د ایکنا د راپور له مخې، د ایران د کلتوري رایزنۍ په تانزانیا کې په حواله، د غواي ۲۴ ،د محفل قرآښي ډلې د پروګرام د «رحمت طنین» تر عنوان لاندې خبري ناسته په تانزانیا کې د تانزانیا د سولې او ادیانو کمیټې (JMAT) د مشر شیخ الهادي موسي، په شتون سره جوړه شوه.
په دغې خبري ناسته کې وویل شول چې د رحمت طنین پروګرام د ټولو فرقو او ملتونو د مسلمانانو د زړونو د یووالي په موخه ترسره کیږي، څو د قران کریم په قول سره سم چې «ټول د خدای رسۍ باندې منګولې ښخې کړئ او تفرقه مه کوئ» عمل وشي.
دا پروګرام به په دارالسلام او تانګا دوو ښارونو کې ترسره شي څو مینه وال له دې قرآښي محفل څخه خوند واخلي.
دغه خبري ناسته د مسلمانانو (اهل سنت او اهل تشیَع) له تاوده هرکلي سره مخ شوه او په بیلابیلو تلویزیوني چینلونو او ټولنیزو رسنیو کې یې پراخه انعکاس وموند.
یادونه کیږي چې د محفل پروګرام قرآښي ډله به د ۱۴۰۴ کال د غواي له ۳۰ څخه د غبرګولي تر ۴ پورې په تانزانیا کې قرآښي پروګرامونه ترسره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4282657